Fandom

شعرونه

مرغۍ غوند ې پړتېږم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

راځئ چې سره هېرې کړو زړې خبرې نورې
نورمه منئ هوښيارشئ داوړې خبرې نورې
دنيا مو ننداره کوي تر اوسه خبرنه يو
يو بل سره به وکړو اوس سړې خبرې نورې
                                           * * * *
جوړېږي نه له جنګه بل زمونږ له احساساتو
دژوند خواږه اوس نه شو ټولوى لکه دشاتو
دغم مچۍ له مونږه شولې تاو کړم کړم يو

خاونده رحم وکړې ته زمونږه په حالاتو
                                            * * * *
راځئ چې اوس پخپله وکړو يوبل سره مينه
له يوبله قربان کړو دځان غوښه دځان وينه
راځئ چې سره وايو سيپارې دالفت واړه
چې هرانسان موجوړ شي په دنيا کمين کمينه
                                         * * * *

زمونږ له بدبختۍ ځنې نور خلک ګټه اخلي
دخپلو دېوالونو ته له مونږه خټه اخلي
مونږ غواړي نوکران شو دکورو څوکۍ يې وکړو
دټول کور حفاظت اوس دوي زمونږ له مټه اخلي
                                    * * * *
زه خپل کور جوړولى نه شم نه لرم جرعات
نيولې مو هرچاته دى اوس تل لاس په خيرات
هر څوک رانه لاس اخلي او له کوره مې شړي هم

ترڅو به تېرومه شپې دنورو په جومات
                                            * * * *
هستي لرمه ډېره هسې نه چې زه نېست منديم
غيرت دپلارنيکه راته راپاتې سربلنديم
خو څه وکړمه ګير يمه مرغى غوندې پړتېږم
دا زه نظير خونن ددې حالاتو په دام بند يم
  ٢٠٠٣/٢/٢٢

Also on Fandom

Random Wiki