Fandom

شعرونه

مرچل خبري

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هغه مئين دى هغه وايي دمرچل خبرې

هغه په سپين غره كې د تور پوځ ديرغل خبرې

هغه له ورايه دا سې ښكاري چې مئين دى په چا

هغه چې ځان سره كوي دتور اوربل خبرې

هغه په تكه توره شپه كې سپين سبا لټوي

هغه لمر مخي يار ته ګوري كړي دځل خبرې

 هغه ته مينه،مينه،مينه لويه تنده ښكاري

هغه په هر ديدن پسې كوي د جل خبرې

هغه ته يادې مسلې هم د ثواب دي ډېرې

هغه چې نورو ته ورښايي د چل ول خبرې

هغه قسم دى چې له ځانه راته ګران دى اشنا

هغه چې كاندي په ممبر كې د غزل خبرې

هغه شاعر دى هغه مه شړئ له كلي خلكو

هغه چې باسي په هر جنګ پسې دحل خبرې

هغه پښتون دى هغه بيا توره په لاس واخسته

هغه ښكاره كوي غليم ته داجل خبرې

Also on Fandom

Random Wiki