FANDOM


توره په لاس ښپه په رکاب کې غواړو
تسل د زړونو په حراب کې غواړو

د ارادو ټيکري کې بده ښکارې
مينه د وينو په حجاب کې غواړو

د کوثر خوږ مضمون د جنګ مکتب کې
د پرهرونو په کتاب کې غواړو

هغه مست جام د شهادت د زمزم
په مسته تنده د شباب کې غواړو

مونږه بې درده ژوندون نه خوښوو
شېبه شېبه ثواب ثواب کې غواړو

مزل په څوکو د اغزيو کوو
د مه په غيږه د ګلاب کې غواړو

مونږه په ژوند کې انقلاب نه غواړو
مونږ ټول ژوندون په انقلاب کې غواړو

د هر مظلوم د هرې اوښکې بدل
د هر ظالم نه په حساب کې غواړو

مونږ له ممبره داسې غږ کړى دى
جهان سر ټيټى په محراب کې غواړو

ژوند تباهي گڼو د ظلم ښار کې
نجات د رب نه په درياب کې غواړو

دوي ورته جي او په جناب قايل دي
مونږه عزت ترې اجتناب کې غواړو

جهاد، جهاد او الجهاد ( مفتونه )
د ژوندانه په هر يو باب کې غواړو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki