Fandom

شعرونه

مست احساس

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

توره ته چې سپين ارمان را باندې وژنې
ړندوې مې او زبان راباندې وژنې
د هوس په ټټو سپوره ځان خبر کړه
هېڅ کړاى نه شې هسې ځان راباندې وژنې

اې فطر ته تا چې شان د زمري را کړو
خاماخابه ګيدړان راباندې وژنې
لږ شه تم د خپلواکۍ مسته احساسه
هسې ولې غلامان راباندې وژنې

د ايمان جذبې، بې حده مې خوښېږې
تل سرزوري کافران راباندې وژنې
د مظلوم فرياده دومره دې غمجن کړم
چې ضرور به ظالمان راباندې وژنې

اې غربي غداره څومره لوى شېطان يې
ډالر خوښي افغانان راباندې وژنې
دومره مست حسن لرې افغانستانه
چې ډاکوان د ټول جهان راباندې وژنې

ته چې داسې شاعري کوې ( مفتونه )
مفسد فکره شاعران راباندې وژنې

زرگري مدرسې ته په لاره

Also on Fandom

Random Wiki