FANDOM


وادې خیستم خاورو په شان باد دې کړمه باد دې کړم

څومره چې دې وشیندلم هغومره آباد دې کړم

زه د زمانې د محاسب له یاده وتی وم

تا مې پاڼه واړوله ټولو ته ور یاد دې کړم

ما مې د ژوند پاڼه د نفرت په لمبو سوې وه

خدایه چې دا څنګه په الفت باندې معتاد دې کړم

زه د ویریدلي ماشوم خوب ومه، سلګۍ ومه

ته راته ناره شولې اوچت دې کړم فریاد دې کړم

اوس مې د سرو شونډو پیمانه کې جنت ومونده

شیخه مبارک شه که بدنامه په الحاد دې کړم

۲۴ اپریل ۲۰۱۲

سیډني

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki