ويکي شعرونه
Advertisement

ته معشوقه هم لرې!؟

ووايه نوم يې څه دی!؟

ما وې زما معشوقه شعر نوميږي

د مور له مينې آن د خدای تر پولې

ورسره مينه کوم

آسمانه ته ووايه

داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟

چې لکه شعر خوږه وي

دمور له مينې آن د خدای تر پولې

راسره مينه وکړي!؟

وېشنيزه:پير محمد کاروان وېشنيزه:شعرونه م

Advertisement