Fandom

شعرونه

مـــــورې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زمـــــا دې خـــــــوار قلم کې نشته مورې

دومره طاقت چې ستا ښــــــــــکلا ولیکم

د چا چې پښو لاندی جــــــــنت یادیږي

هغه نعمت د خـــــــــــدای تعالی ولیکم

زمـــــــا خو لاس په رپیدو شي مورې

چې څنګه ستا د نـــــــــوم معنا ولیکم

اوس مساپر یـــــم درنـــــــه لــــیری تللئ

بی لـــــــه تا ژوند څنګه هــــوسا ولیکم

چـــــا تـــــــه جنت چا ته دوزخ دی پردیس

مـــــور او جنت څــــــنګه جـــــــــلا ولیکم

بیرته ماشوم شوم چې له تا جلا شوم

خپل ځـــــــان پوره څنګه تنها ولیکم

چې په زنګــــــون باندی دی سر ولږوم

هله هــــــــــلمند به نور شعر بیا ولیکم

Also on Fandom

Random Wiki