FANDOM


ستا له دې ښکلي خواږه نومه شم قربان مورې
زما کعبه، زما قبله، زما ايمان مورې

ځمکه خو څه کړې قدمو کې دې هواره ښکاري
د ادب سر درته ټيټ کړی دی آسمان مورې

مورې! که ته نه وای، نو وايه زه به چېرته ومه
زه ستا په هره ساه کې وينم و ځان مورې

ما به چې تاته کله مور په وړه ژبه ويل
تا به په سل کرتې ويلې راته جان مورې

چې په کوم وخت اوښکې زما سترګو کې وګرځېدې
جوړ به شو ستا په مخ د سرو اوښکو باران مورې

زه به چې کله د ناخوالو څپو واخيستمه
کلک به مې ونيو په لاس کې ستا ګريوان مورې

چې ستړی وړی به له لوبو څخه راغلم کله
نو ستا په غېږ کې به مې وغورځاوه ځان مورې

هغه چې ماسره ملګري به په لوبو کې وو
تاته به ګران وو د ټول کلي ماشومان مورې

چې تابه پاکې جامې واغوستې په مینه راته
له خوشحالۍ به غوړېدې د ګل په شان مورې

د مسيحا اثر دې پروت په تورو سترګو کې و
ستا يو نظر به شو زما د رنځ درمان مورې

نن چې د وخت د حوادثو سره خورم ډغرې
دا پيدا کړی تا په ما کې اطمينان مورې

دا خو اعجاز مورې د غېږې د مکتب دی د ستا
څنګه دانا دې کړمه زه چې وم نادان مورې

د کلي ژوند د شپې په وخت د آسمان چت لاندې
تا راښودلی، پرونی تللی کهکشان مورې

ماشوم وم لوی دې کړم، زلمی دې مړم سړی دې کړمه
کړی زما سره تا څومره لوی احسان مورې

په آللو کې به دې وې راته د ننګ سندرې
لوی پهلوان دې کړم د تورې او ميدان مورې

خوټيږي مينه د وطن ستا د بچو په زړه کې
موږ يو له څرمې تا روزلي فدايان مورې

خپله نېستۍ کې دې زه شته کړمه دتن په غوښو
څاڅکې شيدېدې ماته شو آب حيات مورې

هېچا دچا له غمه لويې شپې سبا نه کړلې
ورکړی تا په دغه لاره امتحان مورې

ادې! که ته نه وای پيدا وايمه ژوند به نه و
تا روان کړی د دنيا د ژوند کاروان مورې

جنت به خود فخر د ستا د پښو لاندې کوې
چې تا روزلي ورته حورې او غلمان مورې

په کايناتو کې يې ځای د ځايدو نه شته دی
عالم سترتوب ستا د نامه ته دی حيران مورې

له بابا دمه تر دې دمه تاته مور وايي
هغه چې بولي په نامه ځان د انسان مورې

تورو تيارو کې يې رڼا چې د وحدت کړه بله
دي را لوی شوي، ستا په غېږ پيغمبران مورې

چې يې نړۍ ته حرکت د نوي ژوند ورکړلو
دي زېږولي تا د پوهې خاوندان مورې

لا به هم مور يې ګرانې مورې درته وايمه زه
چې وي ترڅو پورې ودان دغه جهان مورې

ستا بچي ګوره چې د علم په وزرو والوتل
له سپوږمۍ تېر شول د مونيخ په لور روان مورې

پرښتې رخه کړې زما په نېکمرغيو باندې
چې ښکلومه ستا لاسونه مهربان مورې

په ژوندانه که څوک زما د زړه ارمان وپوښتي
ستا د ستر حق ادا زما په زړه ارمان مورې

د وطن مورې! دغه وران وطن به بيا کړو ودان
که په رښتينې باندې يو ستا فرزندان مورې

د حافظ مورې، چې د ژوندشپې په کې ته تېروې
ستا له خاطره دې جنت شي حافظان مورې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki