ويکي شعرونه
Advertisement
د ګـلـو به محــشــر وه خو کـه ورېځــې لـږ سخــي وای کــه ستا د ټيکــري پيڅکی وای زما به هم مستـــي وای
د تــا د لاس ســـابـــه وای چـې بـې تـبـې مـې خـوړلی د تــا د مينــې اور وای مــورې زه ورکــې ستــي وای
مــاښــام مــې د کــټــوۍ نـه د شــودو څـوکـې څـټلی سـهـار مې د مټـۍ پـه ترشخــون کـوچـو سبنــاري وای
دردونــــه کـــړاوونــــه مــې کــرۍ ورځــې ګـاللـی خـو شپـــه ستـــا په زنګون مې سرکېښـوی دلازاري وای
نه پوهه، نه قلم وای نه مکـــتب، نه ليک او لـوست وای تا لاس په سر راښکلی ما خپل زړه درته سکښتلی
ســـړه د ژمي شپـــه وای د نغري خوږلن ته ناســـت وای په ورو ورو په مزو دې افسانې راته کولای
په ونو په اغزو مـې مخ او پښـــې زخمـــي زخمـــي وای د تا په جادوګرو ګوتو ټولې رغېدلای
ديـــوان وای ښاپېـــرۍ وای او ملـــوکـــه او بدرۍ وای د تا د ښکلي غږ نه د اثارو غږ راتللای
ای مورې زړې مورې ما خو نه وليدې مورې ته لاړې درنه پاتې شو تنها ستا نازولی
اي مورې دُنيا اور وه زه او ته ترې خبر نه وو اوس ګرځم کړېدلی، اسکېرلی او ترټلی
چې ساه دې ورکوله زما نوم دې يادولو تا وې چې آخري ديدن د ځوی شو رانه پاتې
ادې خو مجبوري وه، بې دردي وه بې واکي وه دې سره ښامار په ډېرو کړې ښايسته مېنې ميراتې
زه لاړم چې د سره ښامــار عـــلاج چېـــرته پېـــدا کړم زه لاړم چې په ټوله دُنيا وکړم ننواتی
دنيا ته ګرېوان وشلوم بېلګـې ورتـــه ښکـــاره کـــړم دا داړې د ښامار دي نه شکرې نه نباتې
که زه ئې درنه ګــوډ کـــړم او زما ســـره يو نشـــوې قسم په ذوالجلال دی که به يو شی ورنه پاتې
ای خلقه سره ښامـــار ته خړکـــی افغـــان ولاړ دی تاريخ کې دي راغلي چې غليم خوري دلته ماتی
ای مورې په زړه پورې ای درنې پښتنې مورې د تا د جنازې کټ نورو يوړو هديرې ته
خبر شوم چې بمونو مو کوډل کړل دړې وړې او تا پناه وروړې وه د بل کلي دېرې ته
خبر شوم چې زما فوټو دې هر چا ته ښودلې ځوی ګی مې راروان دی خلقه دې بلې پېرې ته
د کلي خلقو وېل چې ده بوډۍ لېونۍ شوې رڼا ته تور تم وايي سپين سبا تورې تيارې ته
ادې! يو نيـــم مليـــون مـــې په وطن کې شهيــدان شول په هر کاله کې وير دی او په هر کلي کې ساندې
مليون شپږ شلې نه دي چې په ګوتو شي شمارلی يو نيم مليون لس لکهه دي پنځه لکهه پرې باندې
يو نيم مليون خاټول که د بقوا په دشته شنه شي دا ډاګ به شين چکن شي زرغونه رڼا به کاندي
ما وې د تا په قبر به ډيوې روښانومه ما وې چې دا ببر سر به په شنختې درته ږدمه
ما وې چې ستا کفن به په تودو اوښکو پرېولمه ما وې چې د جمعې شپه ستا مزار کې تېرومه
ما وې ستا د جامو سره د زړه خواله کومه چې تا قدم پرې ايښی وي هغه ځای ښکلومه
ادې خو قسمت بله را وکړه په يو ساده دُنيا کې ته د خاورو مېلمنه شوې
او زه د دُنيا بل سر کې دُعا درته کوم

وېشنيزه:سعدالدين شپون

Advertisement