Fandom

شعرونه

مـناجـات

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څرنګه پاچا يې چې پاچا يې بې وزيره

څرنګه پاچا يې چې پاچا يې بې نظيره

اوړي شپه او ورځ او ښه او بد ستا له تدبيره

ته پر يوه حالت يې خدايه پاک يې له تغيره

ته مالک د جسم يې، او ته مالک د سا يې

ته مو اوړووننکی د سهار او د بېګا يې

ته مو د زړه لوری ته مو موخه د دوعا يې

ته مالک د رنځ يې، ته مو هيله د شفا يې

لاس د اقتدار دی په تياره او رڼا بر دی

ستا په احاطه کې دي، که خير دی که شر دی

غرونه دريابونه دي، که ستوري دي که لمر دی

جوړ دې له دې واړو کايناتو نه لښکر دی

دغه چې پر ځمکه ستا له لوري واکمنان دي

ته د صورتونو دوی د سيوري واکمنان دي

تا ته چې سر ټيټ نه کړي، مختوري واکمنان دي

تا ورکړی زور دی چې سرزوري واکمنان دي

کله دې ورکړي دوی ته واګي د انسان دي

کله دغه زور او دغه زر د دوی په ځان دي

کله مخالف د دوی د امر دوزخيان دي

کله موافق د دوی د امر جنتيان دي

هسې خپل ځانونه پټوي ستا په څادر کې

هسې دا نشه د لويي ګرځوي په سر کې

ګاهې ستا کتاب او عقل بولي په ټکر کې

ګاهې ستا د دين لارويان بولي په خطر کې

تا ته چې را ځو، دا ستا په در کې دربان نه وي

ستا په دروازو کې تالاشي د انسان نه وي

تا ته چې راځو پر موږ د نورو احسان نه وي

ستا په بندګانو باندې شک او ګومان نه وي

دوی ته چې ورځو نو په څو رنګه توهينېږو

ستا لويي مو هېره وي، چې نورو ته وړېږو

هيڅ راڅخه جوړ وي چې تر هيڅو ور رسېږو

موږه ساده ګان د ځان په قدر نه پوهېږو

دا چې تر دې دمه شرمنده او مختور نه دي

تا ورکړی وار دی چې تراوسه نسکور نه دي

موږه پېژندلي دي، هماغه دي نور نه دي

دغه نمرودان د ګوډو ماشو د زور نه دي

Also on Fandom

Random Wiki