thumb|center|200 px|ملي خاين د عاطف عسکر په غږ کې
ملي خاين ته اوس لقب د قهرمان ورکوي
يو گوډاگئ وينم چې بل ته دا فرمان ورکوي
دواړه ددې خاورې دښمن د شرق او غرب په لمسون
د شهيدانو حق خاين ته خاينان ورکوي
هغه چې لوټ او ورور وژنې زمونږ ملک کې وکړې
عالي تقدير دورور وژنې رهبران ورکوي
ولې افغان ولس ته حق د قضاوت نشته دی
دا ددوي کار دی او دغه بهرنيان ورکوي
د کونډو رنډو يتيمانو او وطن دښمن ته
که وخت ئې راغی سوک په خوله به افغانان ورکوي
اړمه پاڅېږه آواز د عدالت که پورته
حق به حقدار ته پدې ملک کې شاعران ورکوي
وېشنيزه:محمد اسماعيل اړم وېشنيزه:شعرونه م