په رښتيا هغه ملت وي بختور
چې لري ملي نظام ملي رهبر
وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې
حکومت وي د ملي قدرت مظهر
جامعه په خپله وي په ځان حاکمه
د عامه افکارو وي قوي اثر
نه تبعيض نه امتياز وي نه تېری
په حقوقو کې وي خلک برابر
د هر چا اعتماد وي په عدالت
قوانين وي له هر چا نه معتبر
آزادي ديموکراسي وي واقعي
خطر نه وي کرامت ته د بشر
مخور مسلط نه وي په نظام
اهليت او لياقت وي مخور
سر او مال وي په امان فکر او نظر هم
زورور چې پکې نه وي پخپل سر
وېشنيزه:گل پاچا الفت وېشنيزه:شعرونه م