ددنيا په عشق بقا مناسب نه ده
په هر ځل دغه خطا مناسب نه ده
لېوني دي بې پروا خو پرې پوهېږي
زندګي په دې دنيا منا سب نه ده
چې رڼا مې د ايمان په زړګي لګي
بې له دې بله رڼا مناسب نه ده
له ذاهو يې پوښتنه د كيف وكړئ
څوك وى نيمه شپه كې غلا مناسب نه ده
چې خلاصى دې په توبه وشي نظيره
بيا نوپو شه چې ګنا مناسب نه ده
وېشنيزه:نظیرالحق قریشي