ويکي شعرونه
Advertisement

وې د خوږو اود ترخو په ارمان

اوس په جنت کې انتهور وڅکه

د څوپيالو او څونيشو په ارمان

ځمادپاره هم څه ضروروڅکه

خدای به ديداردرته ښودلی وي اوس

يو څوپيالې په کوه توروڅکه

تاويل نه ورځم همدلته خوښ يم

کډه دې بار شوه ترې مجبور وڅکه

اوس دمستوشيدوويالوپه څنګ کې

هم يې اوبه شته هم انګور وڅکه

شيخ چې به دلته دوزخي ګڼلې

سوزي دې خپله په تنوروڅکه

د لنډه غرو په دنيازوريدې

نه کوم زاهدشته نه تربوروڅکه

هورې غلمان دې مبارک شي درته

دلته نه غلا شته او نه چور وڅکه

اغياردې غاړې ته حلقه کړه جوړه

نه شوې غلام نه شوې مزدوروڅکه

د وطن مينه نيميايي ايمان دی

تاکړوپوره ايمان ضهوروڅکه

د دارپه سر چې دې انکارنکاوه

په هسکه غاړه شوې منصوروڅکه

ته دداستان شعراوهنرډګرکې

وې دادب زمری باتوروڅکه

دريښتيانۍ مينې دلارملګريه

يې د اړم دسترګوتوروڅکه

وېشنيزه:محمد اسماعيل اړم وېشنيزه:محمد اسماعيل اړم

Advertisement