ويکي شعرونه
Advertisement

دترافیک کاکا دلاس تودوخه

لکه د پلار په څېروه

چې یې ماشومه واټ نه پورې ایسته

له واټ نه پورې یې په موسکو شونډو منډې سره

دکتابو کڅوړه ونڅیده

او

د سپین ټیکري پیڅکه یې داسې باد ته وخوځیده

ما وېل

مننه کوي

۱۳۹۰ سرطان ۲۵

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه م

Advertisement