مه ځه چې تا پسې ژړېږمه
تم شه چې تا سره لوبېږمه
هېلې مې زړه ته سلسلې جوړوي
پوره کېدؤ ته يې هوسېږمه
د مينې گل په مسېدو ښکاري
خزان ته يې مه پرېږده مړه کېږمه
ته چې له ما ځې زه بېتا څه وکم
خيال کې هجران سره گډېږمه
پدې خو پوه شه جدايي دوزخ دی
اوس په دنيا پکې سوزېږمه
تا چې ځما له کلي کډه کړه
روح مې له تن ځي روانېږمه
پدې وران کلي کې به څوک واوسي
چې بې له تا به زه اوسېږمه
تا سره روح ځما له تنه ځي نن
که لاړ شې زه سارا ورکېږمه
١/٣/١٣٦٢
وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني وېشنيزه:شعرونه م