FANDOM


هغه يو مور چې يک يو نازولی بچی

په دواړه لاسه د سينې د پاسه کلک نيولی

هغه يو مور چې ئې د خپل زړۀ د دردونو ګلاب

په خپلو لېچو کې راټول لکه غنچک نيولی

هغه يو مور چې ئې زړۀ د پرهر خور ريدي ته

د سيند سنګينو لېونو چپو څټک نيولی

هغه يو مور چې ئې د زړۀ د جنون هره درزا

ګمان نيولی، تلوسې نيولی، شک نيولی

هغه يو مور د دۀ د يو ځل د ليدو په ارمان

لکه چې چا لاهو جانان ته وي اټک نيولی

هغه غنچک غنچک ماشوم چې ئې واړۀ لاسونه

د مور د غاړې نه تاؤ کړي دي چپې ئې وهي

هغه ماشوم چې پرې د ګل ګزار چا نۀ ؤ کړی

د مور د امن غېږ کې هم څوک خونړی ئې وهي

دا دي چپې د مور او زوي په سر را واوړېدلې

لاړه درزا د لېونو زړونو قلاره شولې

مرګي کړۀ مړۀ خو د يو بل نه ئې ونۀ شو کول

مينه شوه ډوبه ورکه نۀ شوله سرداره شوله

د مور او زوی رشته د مينې د تخليق رشته ده

نۀ کوم سېلاب ختمه کړه، نۀ به ئې توپان ختمه کړي

ژوند خو بې شکه سلسله وي د حسرت او ارمان

څوک دي چې دغه سلسله به د ارمان ختمه کړي؟

هغه په يو بل پورې نښتي مور او زوی چې خلقو

خاورو ته کله هم د اوښکو په کفن کې سپارل

عېن په دغه وخت يو بلې مور يو بل بچي ته

ژوندون ورکړی ؤ دنيا ته ئې ژړل او خندل

د پشکال باران به هر کله په دې موسم کې

په قهر راغی، ولې داسې خونړی به نۀ ؤ

داسې قاتل به نۀ ؤ داسې غرڅنی به نۀ ؤ

د خلکو ورور به ؤ خو داسې مېرنی به نۀ ؤ

خو ځه خبر خو شو سېلاب هم ئې چپې خبر شوې

چې نۀ رشته د مور او زوی د غوڅېدو شی دی

نۀ لا مات شوی، نۀ ماتېږي تسلسل د ژوندون

نۀ لا چينه د دې تخليق د وچېدو شی دی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki