Fandom

شعرونه

مورته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

مورې منم چې له همت ډکه يي
په سره جګړه کې به مېدان ستا و
ستا ټول بچي په يو ټغر کېناستل
په هغه وخت کې هر افغان ستا و
په اصفهان باندې دې راج چلېده
اسلام اباد او هندوستان ستا و
مونږ ته ګرګين د ټينګې نه و مورې
مېروېس نيکه او احمدخان ستا و
چا شاه شجاع وطن په نورو خرڅ که
او سرنويشت يي د کمزورو خرڅ که

تا خو وېل زوی مې افغان بچی دی
په سوداګرو به مې نه خرڅوي
ما ورله پاک حلال شېده ورکړي
په جوارګرو به مې نه خرڅوي
له ولږې سر بايلي غېرت نه باېلي
په شنو ډالرو به مې نه خرڅوي
لکه د زهرو نه ډک تريخی لري
په يرغلګرو به مې نه خرڅوي
ده خو له ځان سره پردي راوستل
زمونږه غوښو له يي سپي راوستل

زه يو انسان يمه له خاورې نه جوړ
زه د ځنځير له زوره نه ويرېږم
د مريدانو سلام نه کومه
زه يي د پير له زوره نه ويرېږم
زه د تقدير په لاس کې شپې تېروم
ستا د تدبير له زوره نه ويرېږم
زه مسلمان ابراهيمي ملت يم
زه د کافر له زوره نه ويرېږم
په الوتکو دې خواري مه کوه
زما په خاوره بمباري مه کوه

دلته باروت راځي بمونه راځي
زمونږه خاوره کې ميکروب شيندي
دغه بل واکه او بې واکه مېډيا
هسې په دروغو باندې روب شيندي
زمونږ په عقل باندې لوبې کوي
په روغو خلکو لېونتوب شيندي
دغه کم عقل دا ړانده يهودان
خپله ويښ شوي په مونږ خوب شيندي
څه وکړو غټ کافر په کور راغلی
په خوښه نه دی دا په زور راغلی

زما په سر ګرځي د زهرو مچۍ
کوم پاړوګری کوم درمان نشته
څوک چې د ورونو په درد نه درديږي
په هغو خلکو کې ايمان نشته
د زولنو نه ځکه نه ويرېږم
دلته جهنم غوندې زندان نشته
مورجانې مه ژاړه ناروغه به شې
زمونږه ځای په دې جهان نشته
ستا د بچو نه چا ځواني وړې ده
يو تور سېلاب مسلماني وړې ده

مورې دا وږې ګېډه چرته يوسم
زه په دې لوی جهان کې کور نه لرم
ته به خبره يي کنه مورجانې
مټې مې شته خو پکې زور نه لرم
مورې په ژبه مې پېريان ناست دي
زه يي ګونګ کړی يمه شور نه لرم
ته مې خبره کړې درچغې مې کړې
دغه مې وس دی ګرانې نور نه لرم
ځينو زامنو دې ايمان خرڅ کړ
ننګ او نښان يي د افغان خرڅ کړ

Also on Fandom

Random Wiki