Fandom

شعرونه

موری

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ستا په نوم ژوند كومه تا باندې اباد يم مورې
كه نه نو هېڅ نه يمه هېڅ نه يم برباد يم مورې

زه څومره ګرم يمه چې كله كله هېره مې شې
ته څومره لويه يې چې تل درته په ياد يم مورې

ستا دعاګانې دي، چې سيورى سيورى كېږي راته
ستا دعاګانې دي، د ژوند غرمو كې ښاد يم مورې

ستا په رضا باندې روان يم، چې د ډېرو ياد يم
كنه د ژوند له دښتې هېر يم تللى باد يم مورې

ستا د خوږې پښتو په هر للو سوګند كومه
چې ستا د ژبې د ساتنې به بنياد يمه مورې

Also on Fandom

Random Wiki