FANDOM


موسکه شي، خوږه غوندې را وګوري روانه شي
اوس ایله ډاډه شومه چې هرڅه به اسانه شي

دا چې شونډې وچیچي، زه ځکه ورته وخاندم
خوند کوي چې داسې مې تر مخه ناتوانه شي

ځان یې راته تل په ښاپېریو حسابلی دی
ځکه یې په ګلو باندې ولم چې انسانه شي

یوه خولګۍ زکات که یې ادا کړو جنتي به وي
څه معلومه، خدای خبر که دومره مسلمانه شي

حد او کرښه نه منې ښکلا چې ما بې ژبې ته
کله پښتنه شې داسي، کله پاړسیوانه شي

سترګې یې کاته یې، د تأثیر په ژبه څه وایي
څه کېږي چې یوه شېبه مو خپله ترجمانه شي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki