Fandom

شعرونه

موسکی شو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ما وليد چې هينداره کې جانان راته موسکى شو

په سمه نيمه لاره کې جانان راته موسکى شو

شنو شنو د چنارو پاڼو وهلې راته چکې او زه گډ وم

شوزياره کې جانان راته موسکى شو

ښکالو ته مو د يو بل رپېدل زړونه روان وو

دا بره کږه باره کې جانان راته موسکى شو

زه تږى يو رېدى ومه، زه سوى يو غاټول وم

د ژوند په للمه زاره کې جانان راته موسکى شو

په حب الجانبين باندې مې ځکه يقين وشو

د خداى مخلوق بې شماره کې جانان راته موسکى شو

د بخت دومره ځوانۍ ته مې اسره کله کېدله؟

دې خپله برخه خواره کې جانان راته موسکى شو

نور غم به بېکسيار د څه؟ پروا به د چا څه کړم

د مينې سخته چاره کې جانان راته موسکى شو.

Also on Fandom

Random Wiki