ويکي شعرونه
Advertisement

مونږ د چوکــــــــــئ او د شهرت په خاطــــــــر

د ځان ځانــــــــــئ او د دولـت په خاطــــــــر

خلــــک تير باســو د قـــــدرت په خاطــــــــر

مونږ په دروغو کي له هر چا نمبر ون يو

مـونـږ څـومـره دروغـجــن يـو

د غـــــــلا او چـــــــور ښـــــې تجربې لـرو مونږ

هـــم د ظلـــــــــــــمو ښــــې کارنامې لـرو مونږ

ډيــــــرې پيســـې لــــــــــوړې بنګلې لـرو مونږ

تاسې بد بخته يي چې مونږه مو واکمن يو

مـونـږ څـومـره دروغـجــن يــو

لاس کــــــــې تسبې ګيره اوږده مې ګـــــــوره

بل قرقــــــولي چپن رنګه مـې ګـــــــــــوره

د غـــــــــلو ډاکوانو اداره مې ګــــــــــوره

د پاسه سپين ښکارو خو زړونو کې خيرن يو

مـونـږ څـومـره دروغــجــن يــو

نن د پښتو پر ځای فارسي غــــــــــــــــــــږيږو

هم په اردو او انګلــــــيسي غــــــــــــــــږيږو

چې مو فايده وي نو روســـــــي غـــــــــــــږيږو

په دوي کې ګټه ده نو ځکه پرې مين يو

مـونـږ څـومـره دروغـجــن يـو

چې ټولټاکنې شي وعدې مو ګـــــــــــــــــوره

غوړي ډوډئ په اوټ پيسې مو ګــــــــــــــــوره

دعوې د امن ديموکراسۍ مو ګـــــــــــــــــوره

بس دا شعار مو وي چې مونږه مو دردمن يو

مــونـږ څـومـره دروغـجــن يــو

زه هلمند نور نو چا ته وژاړمــــــــه

له دې غــــمو پناه ترې وغــــواړمه

چې يې ليوني سپي بانـدې وداړمــــه

مونږ رياکاره پر يو بل باندې شـــکمن يو

مــونـږ څـومـره دروغـجــن يــو

وېشنيزه:هلمند شېرزاد وېشنيزه:شعرونه م

Advertisement