FANDOM


خوږ ژبى ياره خوږ بلاله موږه مه ز وروه
پروت په تندي درنجو خاله مونږه مه زوروه

پرېږده چې سترګو کې د يار اننګي ونغاړمه
لږ نيمکى شه ښکلى شاله مونږه مه زوروه

ګودر دې غم باندې اخته کړ چې منګي دې جوړ کړه
زموږ د کلي پوخ کلاله مونږه مه زوروه

مطربه نن مې د سپېرو شونډو عذرونه واخله
رباب له ترنګ ورکړه د خياله مونږه مه زوروه
 
زما د هيلو جنازې د يار کوڅې ته پرېږده
ظالم رقيبه تور دجاله مونږه مه زوروه
  
چې خوار " تړون " دې ز خمي سترګې توندې توندې ښکل کړي
خداى دې را وارتوه له ټاله مونږه مه زوروه

کونړ - ٢٩ – ٧ – ١٣٧٨