Fandom

شعرونه

موږ د ستاينې په چم نه پوهېږو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

زموږ په تېره کې څوک

په حساب درې مدحیې نشي موندای

زموږ په شعر کې څوک

د دربارو قصیدې نشي موندای

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

ډېر ښایسته ته وایو، لږ بدرنګ

ډېر دانسته ته وایو، لږ کم عقل

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

موږ چې په چا کې څه ښېګڼه ګورو

نو د هغه پر ځای هم ځان ستایو

او ورته وایو اشنا!

بیا به مو نه منې ته

ګوره چې موږ دې څومره قدر کوو!

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

او چې جانان و وینو وایو ورته

زړګیه نن چې درته ګورمه زه

دا زړه مې غواړي چې بس و دې خورمه

او یوه ګوله دې کړمه

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

کله یو نېک انسان، آرامه انسان

ساده انسان بولو، عاجزه انسان

خو بیا همدغه سادګي کله بیا

د کم عقلۍ په معنا هم کاروو

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

زموږ د کلي د ملا په اړه

زموږ ناپوهه کلیوال وایي چې

زموږ د کلي ملا

د کاپر زوی بې خرته ډېر پوه دی

خدای وراستي داسې آیتونه وایي

که چا لیدلي وي په ټول قرآن کې!

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

چې غوړګه و ګورو د پېغلو ترمنځ

د دې پر ځای چې په پلرونو یې رحمت ووایو

چې داسې ښکلې یې راوړې، او پاللې یې ده

نو ګوتې غوږ ته کړو، ټپه غږوو

څنګه همزولو کې پټېږې هی هی

د دله لورې زه دې پوندې پېژنمه! هی هی

موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو

زموږ په تېره کې څوک

په حساب درې مدحیې نشي موندای

زموږ په شعر کې څوک

د دربارو قصیدې نشي موندای

Also on Fandom

Random Wiki