FANDOM


موږ چې چا ته نه یو خطر څه فایده

دلته نو وي نوره د نر څه فایده

ځه رقیبه، زه یم، کفایت کوي

ته څه کوې، دومره نفر څه فایده

نن سبا د لمر او سپوږمۍ دور دی

شخوند وهل په شمس و قمر، څه فایده

موږ ته چې را ګوري، وي غوسه غوسه

موږ ته چې را ګوري دلبر څه فایده

نه کېږي پښتونه، له هر چا سره

داسې اراده د ټکر څه فایده

بې له دې چې زړه مې کړي للو للو

نور دې نو د مړاوي نظر څه فایده

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki