ويکي شعرونه
Advertisement

په هر کاڼي د سپين غر باندې مين يم
د ليلا غوندې خيبر باندې مين يم

چې په تا باندې بايلل غواړي وطنه
ستا دپاره په خپل سر باندې مين يم

خړې خاورې کې دې څومره ښکلا نغښتې
لکه ګل هسې دلبر باندې مين يم

چې نيکونو مې پرې يښي قدمونه
په خپل کلي پخپل ور باندې مين يم

دې ګناه باندې مې مه نيسه خاونده
چې اټک پورې بشر باندې مين يم

Advertisement