FANDOM


نورو ته خو ګرانې هم اسانې شوې

مونږ ته نو اسانې څله ګرانې شوې

نن د پروني بزرګ ماڼۍ ګوره

دلنه په قبرو باندې شوې

توی شوې ستا پلو کې تا ونه لیدې

ااوښکې مې ستا کبر ته حیرانې شوې

ښکلو باندې کوډې پیسو وکړلې

ځکه یې خولګۍ سپینې ارزانې شوې

سترګو یې سلګۍ د یتیم ولیدې

اوښکې د (مالک)په مخ روانې شوې