Fandom

شعرونه

مینه غواړي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

مينه له مينې پيدا کېږي مينه مينه غواړي
د ککريو نذرانه او دزړه وينه غواړي

دوه ژبى ياره جفا کاره نور مې مه زوروه
زړګى مې نوره ستا دخولې خبره سپينه غواړي

په خوارو لاسو فولادي غرونه به ونړوي
د چا چې عزم فرهادي وي نوشيرينه غواړي

خوږو ملګرو خوږ اشنا مې ليونى دى که نه
چې زيړى لمر دمازيګر له ماسپښينه غواړي

لکه هيلۍ غوټې وهي ورته په غاړو ګرځي
يار مې د ښکلي مخ تصوير له آباسينه غواړي
موږه يې خوار کړو د رقيب په کور دې اور ولږي
 " تړون " دا مرسته د پاک رب العالمينه غواړي

Also on Fandom

Random Wiki