Fandom

شعرونه

مېړنو سره ځم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تل به په لار د مېړنو سره ځم

يمه پښتون د پښـتنو سره ځم

ای د مليت لمره د پرخې په څېر

ستا د دې شوخو پلوشو سره ځم

دا چې خرد هم په ملت ځاروي

زه د همـداسې لېونو سره ځم

پام كوه زه هغـه نظر نه يمه

چې به په دود د سپېلنو سره ځم

وايي اغيار چـې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښـتو سره ځم

راستنېدى چې نه شي وخت خو نه يم

خـو د حـالت د تقاضـو سره ځم

كړمه جـهان چې د پښتون ځملی

د خپلو پېغلو حوصلو سره ځم

وړم مستقبل ته د ماضي روايات

زه د خپل حـال د ولولو سره ځم

څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم

هرې تپې ته د جرګو سـره ځم

Also on Fandom

Random Wiki