ويکي شعرونه
Advertisement

که جانان مې په دې خپل حسن مغرور دی

دا زما د مینې خوی هم د منصور دی

اداګانې یي په زړونو کوي لوبې

د دې ښکلو د ښایست لا څه دستور دی

ډېر تپوس یې له مامه کوئ ملګرو

د پښتون زړګي مې هر زخم ناسور دی

چې غریب له تانه شیخه په ماګران دی

خپه نشې دا حساس مې دا قصور دی

چې بادار یې ځانته جوړه پرې ماڼۍ کړه

دا خو قبر د یو خوار ستړي مزدور دی

د تېرو تېرو اغزو پرې واکمني شوه

په دې بڼ کې هر یو ګل ترور، ترور دی

چې خپل ژوند یې ورته ټول لوګی لوګی کړ

دې وطن کې اوس هماغه ډیر مجبور دی

مونږ دسرو دیوانه وینې پکې توی کړې

دنښترو ځنګل خود په وینو سور دی

دغلام پرې غلامي کوي حرصونه

چې بې ننګ د چا ضمیر د چا شعور دی

ستا د زلفو غنچې ماتې کړې بادونو

د زړه سواند زړه ارمان ځکه رنځور دی 

وېشنيزه:حبیب الله زړه سواند شینواری وېشنيزه:شعرونه ن

Advertisement