ويکي شعرونه
Register
Advertisement

ژونــد د بــې غېــرتـو څــه ژونــدون نـدی
نــنـګ چـې پـه پــښـتـو نـکـړي پـښـتــون نـدی

اوښــکــي جـــنـازي کـه ډیـري وبــاســي
دې څــيـري ګـــریـــوان لــره ســکـون نــدی

بـــاغ د ځــان ځــانــۍ کـې کــه سـپـرلـی وي هــم
دا هـــم بـــغـاوت څـــه لــه بــیــلــتــون نـدی

ســـاه چــې د وجــود د ســــاه نــېــمـګــړي وي
عــــقــل ئــې د وېــــښ ســـبـا زرغـــون نـــدی

وخــــت چـې زولــنـې راوړي ژونــدون لـــره
بــــخـــــــت د ازادۍ کـــې لا ســمـون نـــدی

ســـوچ چـــې ئــې نـېمـګـــړی داســي پـاتــي وي
ګـــوره نــسـیـم ســـتــوریـه دا بـــدلــون نـــدی وېشنيزه:نسیم ستوری وېشنيزه:شعرونه ژ

Advertisement