FANDOM


د رباب مزو کې وګرځي نغمه شي
ساقي ووايه ګناه به يې د چا وي
 
ستا په لاس کې که نسکوره پيمانه شي
د کابل زخمي زړګى به پرې راټول شي

د وطن پيغله که بېرته راستنه شي
خپل غزل ته به رنګينه جامه ورکړم

که ديار مخ مې جونګړې ته ډيوه شي
ډېر زلمي به مېوندۍ تورې تر ملا کړي

هره پيغله که ملاله پښتنه شي
زخمي زړه ټکورومه ورته ژاړم
شعر ليکمه تر هغې چې نيمه شپه شي

کونړ – ٢ – ٥ ١٣٧٨