Fandom

شعرونه

نن هم ږلۍ وريږي

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

نن هم ږلۍ وریږي

او باد د ونو د وروستیو پاڼو منځ کې

لا د تورو په جګړه اخته دی

خو زه د شنې پاڼې د غاړې او د تیغ تر منځ په پوله کې لا

سوچ کومه

چې بیا به هم کله سپرلی ووینم؟

نن هم ږلۍ وریږي

د باد لښکرود باغچې له شنه ټیکري څخه بیرغ جوړ کړی

او د سیلیو کوډګر

د تالا شوې کروندې په ګرد چاپېر را څرخي

ډېرې ږلۍ مې د پنجرې په ښېښه ولګیدې

خو زه وېرېږم

د ږلۍ دانو ته لاس نه ور وړم

زه چې ماشوم وم له ږلۍ نه به مې موټي ډک کړل

او پر همزولو مې شیندلې لکه سپنې د واده پتاسې

خو اوس چې لوی شوم خدایزه ولې له ږلېو څخه ویره لرم

مګر دا ژوند مو په دې ارزي چې اوس

آن له ښایسته ږلۍ نه هم ویریږو؟

موږ چې هوښیار شو نو بدبینه هم شو

دومره بدبینه چې ږلۍ راته قاتله د سپرلي ښکاره شي

نن هم ږلۍ وريږي

زه د باد توره وینم

چې لا د پاڼو دپستې غاړې پر وینو سره ده

مګر د باد په لاس کې دغه توره چا ایښې ده؟

زه چې ماشوم وم نو پر باد مین وم

باد به زموږه کاغذي بیړۍ د سیند اوبو کې

له دې خوا هاخوا وړلې

خو اوس بادونه هم خوني او لیوني شول راته

زموږ د کلي د ماڼو جاله یې هم ډوبه کړه

ځکه خو زه هم له بادونو څخه

ترهه لرم

کرکه لرم

ویره لرم

موږه پر ځان ولې مین یو دومره

چې آن له باد څخه هم کرکه لرو؟

موږ چې را لوی شو نو ډارن شو هومره

چې له خپل سیوري څخه هم ویرېږو

موږه کلونه پخوا

چې ماشومان وو، زړور وو هومره

چې به د ښکلو افسانو له اتلانو سره یو ځای تلو د دیو جګړې ته

موږ له دیوانو څخه نه ویریدو

یوازې هغوی به مو بد ایسېدل

خو په دې نه پوهېدو

چې یوه ورځ به موږ پخپله

شو بدل په څو خوني دیوانو

یو د بل غوښې به خورو

یو د بل وینې به څښو

نن هم ږلۍ وریږي

وریځو اسمان کې بیا کاروان تړلی

خو اوس هغسې د اوښانو کتار نه ښکارېږي

چې به زموږ همزولو

ورته اتڼ کاوه په شنه دېره کې

او دا کاروان مو د کوچېانو د راتلو لپاره زیری ګاڼه

اوس خو له ماتې پنجرې څخه د وریځو څېره

لکه کتار د څو دارونو ښکاري

چې انسانان یې زړولي ورنه

نن هم ږلۍ وریږي

او زورور توپان په ډېره غوسه

زما دکوټې

د پنجرې پر ښیښو ګوتې وهي

تاسود باد ګوتې کوم وخت لیدلي؟

خدایزده چې تاسو ته به څنګه ښکاري

ډېر ډېر کلونه پخوا

چې باد په دغو ګوتو

زما پاسته وېښتان ورو ورو نازول

ماته پستې ښکاريدې

خو اوس ګومان کومه

چې دا بدرنګه ګوتې

زما تر ستوني را چاپېره دي

او وژني مې په هره شيبه

خدایزده چې زه بدل، که باد بدل شو

کیدای شي باد مې ماشومتوب وړی وي

کیدای شي زما ګومان او وهم بدل شوي وي اوس

او باد هماغه باد وي

نن هم ږلۍ وریږي

او باد د ونو وروستیو پاڼو منځ کې لا د تورو په جګړه اخته دی

۱۳۷۸/۸/۱۸

کابل '' خیرخانه مینه

Also on Fandom

Random Wiki