FANDOM


نن هوا د تا په شان ده، کله لمر کله باران وي

دغو ښکلو ته ملګرو! بدلیدل څومره آسان وي

په شیبه کې مرور شي، په شیبه کې بیا پخلا وي

مینان ملامت نه دي، دوی په زړو کې ماشومان وي

په دنیا کې داسې هم شي چې دې هیڅ نه وي جانانه

خو یو څوک دې زندګي شي، پر یو چا دې زړه ودان وي

ټوله ورځ یې لارې څارم، ټوله ورځ مې اندیښنه وي

څوک مې رګ رګ کې اوسیږي، لکه ساه راکې روان وي

هغه ورځ هم لرې نه ده چې مې سر پر سینه کیږدي

چې آسمان کې وریځې ښکاري د اورښت هلته امکان وي

زه یې هر زخم ته ژاړم، په رښتیا ورته خپه یم

که مې مور د رقیب بوره، که مې کور د دښمن وران وي

هادي پریوځه او ویده شه، که کابل په خوب کې درشي

خوند به واخلې که بهیر وي او په ستیج باندې کاروان وي(۱)

۴اپریل ۲۰۱۲

سیډني

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)منظور افغان ادبي بهیر او نامتو شاعر پیر محمد کاروان دی.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki