FANDOM


نه ښايست لرې نه قد او نه اندام ته
څڅوې راباندې ځان په كوم مقام ته

دغضب له ليندۍ كمه نه ده ګرانه
هر شاعر پسې چې وايې كوم كلام ته

كه در څومره داخلاص په دعا دم كړم
لكه مار غوندې جمتر يې تل مدام ته

كه دې لارې ته لږ سم كړم غوټ ماتېږې
په ملا چنګ يې نه سمېږې لكه لام ته

نه دې زه پخپله لاره باندې سم كړم
اونه ماكړلې پخپله لاره رام ته

ته چې هر وخت په نظير لېوني خاددې
دومره بس دى چې كوې مې احترام ته

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki