FANDOM


نــــــــــه لرم له چانه ګیــــــــــــله نه لرم

نــور یمه ستومانه ګیــــــــــــله نه لرم

کله په تش لاس د ښکلو مينه شي

دلته کیسه ورانه ګیــــــــــــله نه لرم

دا چې مې پښتو غـــــــلامي نه مني

ښکلې زه له تانه ګیــــــــــــله نه لرم

زه لکه پتنګ مينه کې وســـومــــــــه

ځــــــــــکه له جانانه ګیــــــــــــله نه لرم

دا چې مې تـــــــــقدير د لارې مل نشو

اوس له دې ناځوانه ګیــــــــــــله نه لرم

زه د غـــــــره سړئ د ښار په ښکلو کې

ورک شومه له ځانه ګیــــــــــــله نه لرم

دا نادان چې مينه هم عـــــذاب بولي

زه لــــــــه مــــلا جانه ګیــــــــــــله نه لرم

ډېر د غـــــمازانو په زړه داغ لــــــــــــرم

نور له هيڅ انسانه ګیــــــــــــله نه لــــرم

2011-08-01

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki