FANDOM


دخداى له نوم ځنې منكر دغه نور نه پېژني
څه عجيبه دي دقدرت كوه طور نه پېژني

دنظربازمې همېشه وي د خپل په لټه
سترګې يې سرې وي تل اشناخوغرونه نه پېژني

مونږ هره ورځ په دار ختلي يو دمينې په نوم
دلته اكثر خلك مقام د منصور نه پېژني

دلاس تڼاكې يې اعلان دخدمتونو كوي
دوخت حاكم د دغه خاورې مزدور نه پېژني

داسې حكيم مو د علاج ذمه په سر اخستې
چې سر يې سپين شو لا تر اوسه رنځور نه پېژني

ظالم جلاد وړي له دې ښاره بېګناه سرونه
نظيره يوغريب يې هم خپل قصور نه پېژني

۲۹-۱-۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki