Fandom

شعرونه

نوى ژوندون بيا راوله

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تاته دچا دغم كيسه وكوم

تاته د كومې كونډې حال ووايم

تاته د كوم يتيم سلګۍ داواخلم

تاته دكومې خور فرياد په ياد كړم

اى دبېغمه زړه بې غمه بادشاه

اوسه بېغمه محلونو كې خپل

ولې ته نه ګورې بې وذله خلك

ولې د دوى په حال نظر نه كوې

 ولې دې ټول له ولږې مړه كړل راته

ولې ته غم ددوى خوړلى نه شې

راځه يو،يو درته په ګوته ښايم

راځه د يو،يو فرياد اورم پر تا

راځه چې يو،يو په څه حال پراته دي

اى د بېغمه زړه بېغمه بادشاه

اوسه بې غمه محلونو كې خپل

ته ملامت نه يې ته واك نه لرې

ته له خپل كوره هېڅ وتلى نه يې

ته هم ژړېږې زه دې وينم ژړا

خو ته هم سرباندې بل سر لرې نن

ستا زړه هم نرم دى سوزېږي پر مونږ

ستا محبت هم مونږ ليدلى اشنا

ستا هېواد ټول له يتيمانو ډك شو

ستا دغه واك كاشكې چې واك كې واى ستا

اى د بېغمه زړه بېغمه بادشا

اوسه بې غمه محلونو كې خپل

هلته لږ وګوره د هغې په لور

هلته دنوي قبر خواته ناسته

هلته د هغې مور له سترګو اشنا

هلته چې سترګونه يې نم اورېږي

ناسته ده هغه يو بې وسه ابۍ

ناسته حېرانه نازولي ځوى ته

ناسته د وينو سور كميس يې په لاس

د قبر خواكې يې ويرونه كوي

هغه پرون د بل چا بم شهيدكړ

اى د بېغمه زړه بېغمه بادشاه

اوسه بې غمه محلونو كې خپل

اوس به د ډېرو لاس ګريوان كې وي ستا

اوس به له تانه خپل پلارونه غواړي

اوس به له تانه ددې كلي مئيندې

راځي له تانه به زامن غواړي خپل

وايه چې څنګه به ځواب وركړې ته

وايه چې څنګ به مخامخ شې ورته

وايه چې څرنګه احساس به وكړې

وايه چې څنګه به تر ځان راخلاص كړې

اى د بېغمه زړه بېغمه بادشاه

اوسه بې غمه محلونو كې خپل

په دې پوهېږم محبت دې خوښ دى

په دې پوهېږم څوك دې عرض نه مني

په دې پوهېږم په ملت خفه يې

په پوهېږم په ملت ژړېږې

بيا د ملت قاتلان ولې پرېږدې

ته دې په مټو خپلواكي وګټه

ته د ملت د قاتلانو لره

بيا ابدالي توره په لاس كې واخله

اى د بېغمه زړه بېغمه بادشاه

اوسه بې غمه محلونو كې خپل

اى د آزاد افغانستان بچيه

اى د غازي او د شهيد لمسيه

ته د دې ټولو مظلو مانو زړګى

راواخله ټول پخپل زړكي كې كېږده

ته د يتيم د اوښكوقدر وګړه

ته له دې كونډو نم د سترګو وچ كړه

ته دا زمونږه ټول غمونه ټول كړه

بيا يې ته راوله زمونږ په مخ كې

 لكه د حشر په ميدان كې چې ( خداى )

مرګ د دې ټول مخلوق په مخ كې مړ كړي

ته هم زمونږه د غمونو( هيګه )

داسې زمونږ په وړاندې هم ووژنه

اى د بېغمه زړه بېغمه بادشاه

اوسه بې غمه محلونو كې خپل

Also on Fandom

Random Wiki