Fandom

شعرونه

نوی مضمون

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصره1 Share

د ليلا نه په يو ټکي ډېر ممنون يم

چې په ډاګه راته وايي چې مجنون يم

د وصال خوبونه نه وينم تل ويښ يم

که د چا يم منت باره د بېلتون يم

خواشينی نه يم چې د غم نه مې زړه شين وي

څو د اوښکو باران ووري زه زرغون يم

آينه مې ده پخپله جوړه کړې

نه يم ګرم که زه د خپل صورت مفتون يم

سکندر د زمانې يم بې هنداره

چې خاوند د خپل ګرېوان او خپل زنګون يم

په لباس د شټ لاس پرده ساتلې

د همت د زرزري قبل لسټون يم

دغه ساه چې ما کې وينې زما نه ده

ژوندی بل دی زه يې سيوری د ژوندون يم

مرګ منزل دی د سپېڅلو ژوندون لاره

لالهاند ځکه په لاره د ژوندون يم

زما شعر کې به نوی مضمون نه وي

خو پخپله ابدي نوی مضمون يم

هوښياران مو لېوني بولي پژواکه

د مستانو خمخانه کې افلاطون يم

د جولای ۵، ۱۹۸۴


Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki