FANDOM


 زموږ په كلي كې د جنګ خبره نوې نه ده
دا ديو بل په وينو رنګ خبره نوې نه ده
له ډېره وخته اموخته ډېر دانسان په غوښو
دا دظالم او د ملنګ خبره نوې نه ده
 څو كاله مخكې هم بل شوى دغه اور ؤ دلته
دا دمغل او داورنګ خبره نوې نه ده
 حسن دې باغ دى او هوسۍ پكې زما د نظر
خوري به ترې پاڼې د لونګ خبره نوې نه ده
 وېرېږه مه راځه تر مونږه ګاونډيه اشنا
مونږ كې د بل په سر د ننګ خبره نوې نه ده
 داسې مو ډېرځله نور هم له دغه كلي وېستى
دا چې نن بيا شړم فرنګ خبره نوې نه ده

 يوه ورځ نه ده نظير هره غرمه ستاغېږه كې
پروت وي دخاورو په پالنګ خبره نوې نه ده

۲۶-۱-۲۰۰۸

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki