Fandom

شعرونه

نيازبين

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

تېر له سره په خپل دين يم مجاهد يم
په وطن باندې مئين يم مجاهد يم

جنگي ځوان يم لکه ګل په خپلو وينو
سينګار شوى يم رنګين يم مجاهد يم

يرغلونه ماتومه دا مې کار دى
په خپل عزم کې سنګين يم مجاهد يم

لوږې تندې د اسلام په خاطر ګالم
ګنې زه خو هم نيازبين يم مجاهد يم

چاته تريخ ذهر قاتل د مرګ سبب يم
چا ته خوږ لکه ګبين يم مجاهد يم

اې ( مفتونه ) ټپوسان مردارومه
د وطن د غرو شاهين يم مجاهد يم

Also on Fandom

Random Wiki