Fandom

شعرونه

نيزار

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هر کال چې پسرلی شي له کېږدیو سره راشي

یو څوک مو شينکي کلي ته شپېلیو سره راشي

رمه درې ته بیایم د ځنګله لار ورته نیسم

دغرونو مسته لور ګوندې څېړیو سره راشي

یو چا په تورو سترګو کې د پړانګ خوی ده پټ کړی

د زړه ښکار ته مې غلې له هوسیو سره راشي

راغلې بنګړیوانې خوشه چینه لارې څاري

چې خواته یې لوګری له ستریو سره راشي

د سترګو زخم ساتمه د اوښکو په نېزار کې

کیدای شي چې تصویر دې له هیلیو سره راشي

توپان توپان وطن ته مو یو نوح د ثواب نه شته

چې دومره ګنهګارو ته بېړیو سره راشي

۱۳۷۷/۱۱/۲۸

پېښور حیات آباد

Also on Fandom

Random Wiki