Fandom

شعرونه

نړۍ

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

زه یو عجیب جهان کې ژوند تېروم

ختیځ ویده دی

ختیځ هېڅ د ویښتابه په مانا نه پوهېږي

لویدیځ د ښکلیو وحشتونو طلايي ټاپو دی

او افریقا یوازې ایډس، لوږه او مرګ پېژني

لویدیځ دعقل د ښیښو ماڼۍ له ستورو څخه دنګې ساتي

خو په دې نه پوهېږي

چې له بچي سره د مور عاطفه څه خوند لري

ختیځ د پاکو احساساتو لوی ساتول راخیستی

اود خپل عقل شارګونه پرې کوي دعقیدې په نامه

ختیځ ته مرګ د انسان

د شنو مچیو له وژلو نه اسانه ښکاري

دیموکراسي هغه زانګو ده چې لویدیځ یې زنګوي په قهرجنو لاسو

او د انسان د آزادۍ ماشوم له ویرې په کې ساه ورکوي

لویدیځ ولاړ دی د بشر د حق تېره توره یې لاس کې ریږدي

او په ختیځ کې د عراق او پلستین له اورمېږه سره خبرې کوي

خو د عربو شیخان

یو د بل پټې دوسیې

لکه د تیلو د بوشکو په شان لویدیځ ته سپاري

ختیځ لا اوس هم بنګاوه د خپل زاړه کولتور پر سر اړوي

او چې خومارې سترګې وځمبوي

په بې خودۍ کې له ریشخنده وايي

«باید د ښځو حقوق وګټل شي!»

هند لا بنګال کې په لکونو جادوګر لري

جوګیان یې په اوبو کې ناست وي

او افغانان لاهم سپوږمۍ ته دانسان ور رسیدل نه مني

چین وارخطا دى، چې نفوس یې له خاورینې زمکې تویې نشي

ختیځ ریښتیا هم د نړۍ موزیم دی

ختیځ کې خلک د انسان په قدر نه پوهېږي

خو په لویدیځ کې دحیوان درناوی دومره ډېر دی

چې ښکلې نجونې له آسونو سره شپې تیروي

نور په لویدیځ کې اپارتاید ورک شوی

ځکه چې سپنې نجونې

له تور پوستکو نارینه وو سره مینه کوي

شرق لابراتوار دی د غربي پوهانو

کومه وسله څومره وراني پېښوي!

او چې شرقیان یو پر بل زړونه تش کړي

بیا بشر پاله لویدیځوال ورباندې زړه سوزوي :

چې جګړه مه کوﺉ

جګړه بده ده

زه یو عجیب جهان کې ژوند تېروم

زه د ختیځ له غاښو کرکه لرم

چې یو انسان یې بل انسان ته چیچي

زه د لویدیځ له ښیښه یي ماڼیو کرکه لرم

چې کمپیوټرپه کې دوږیوماشومانوله کولمو څخه نغمه

د «دومینون» خپروي

زه یو عجیب انسان یم

او په عجیب جهان کې ژوند تېروم

دهیچانه خوښېږم

لویدیځ مې بولي بدوي او وروسته پاتې حیوان

ځکه تر اوسه هم ماشین نه یم احساس لرمه

او ختیځوال مې بې همته او ډارن بولي

ددې لپاره چې د مړیو د نڅا له نندارې څخه خوندنه اخلمه

زه یو عجیب انسان یم

او په عجیب جهان کې ژوند تېروم

په داسې لوی جهان کې

یوازې یو انسان

یوه نجلۍ

یوه لیونۍ

ما سره مینه لري

خو زه عجیب او ناتوانه انسان

دومره وس نه لرم چې

د هغې لاس ونیسم

او له دې تور او سپین جهان څخه یې لرې بوځم

۶/ حمل/ ۱۳۸۲

Also on Fandom

Random Wiki