ويکي شعرونه
Register
Advertisement

نړۍ چپ شه نړۍ غوږ شه نړۍ واوره
بيا يو سوي انقلاب ته دې زړه شوی
د خونخوارو يهودانو غم دې وکړه
بيا د سرو وينو سېلاب ته دې زړه شوی

ما به پېژنې که نه خو زه پښتون يم
زه د دې خاورې بچی يمه افغان يم
د نړۍ په مظلومانو مې زړه سوځي
اخر زړه زما د غوښې دی انسان يم

نړۍ څه کا خو ددوه وو جنګول کا
دنړۍ په کومکونو چې ازاد شي
هغه خلک شي له ټولو وروسته پاتې
همغه ولس په ټولو کې برباد شي
 
دا مړه نړۍ له وږو څه خبر ده
زمونږ چم کې نه غنم او نه جوار شته
دا همدوی وو چې هلمند يي کنډواله کړ
بيا هم وايي په دې سيمه کې کوکنار شته

چې زمونږه په تندو باندې راوري
د ړندو د لاسو کاڼي دې ړانده شي
زمونږ زرکې ستا له وېرې مستي نه کا
ستاسو زرکې ستاسو زاڼي دې ړانده شي

ياره سره سيلۍ د کلي نه چاپېر ده
د مرغيو ځالې نشته ګودر ړنګ دی
تا اتلس پسرلي په اور کې تېر کړه
په والله اوس دې د اور په شانه رنګ دی
ماشومانو د ټوپکو چل زده کړی
د قلم له تورو ليکو خبر نه دي
نړېوال د بشريت سندرې وايي
خو زمونږ د خوارو کړيکو خبر نه دي

ما شمله له سره ليرې کړه وطنه
ستا د پاکې ازادۍ تاريخ مې خرڅ کړ
د مېوند په نوم مې سمې لوبې وکړې
د زړورې ملالۍ تاريخ مې خرڅ کړ

ما سنګر ته امتحان د وينو ورکړ
زه په دغه ازموينه کې ناکام شوم
ما پردي له تانه وشړل وطنه
خو اوس بېرته د پردو خلکو غلام شوم

دا اولس خو داسې نه و نړېوالو
دلته سوله دلته مينه په څپو وه
پر څټونو مو پردي توغونه نه وو
زمونږ تن کې زمونږ وينه په څپو وه

خو اوس دومره پرمختګ وطن ته راغی
پلار ګټلي تاريخونه مو برباد شو
دغه څومره نيکمرغي ده وطنوالو
مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement