ويکي شعرونه
Advertisement

هاتف را ته بېگا د ازادۍپه بــاب کې ووې

بې واکه یوانسـان چرې ازاد نه شي کېدلای

بیــرغ د استقــلال د ډېرو خلـکو په سر رپي

خــو نن د ازادۍ دغــه مــراد نه شـي کېدلای

یو قام چې ازادیږي ازادۍ باندې ژوندون کـا

دا کار بې له مېړانې او جهاد نه شي کېــدلای

جهـاد د ازادۍ تــه لارښوونـکی مېــړه بـویه

بــې ســره د افــرادو اتحــاد نه شــي کېـدلای

د قام د لاس او پښو نه زولنې چې ماتې نه شي

بل شی په داسې حال بی له فریاد نه شي کېدلای

اسیر چې د یو قام وي ثقافت د بل په لاس کې

هیڅکله په ملي ژبه بڼـه ازاد نه شــي کېدلای

دولت چې د ملت په ثقــافت باندی محـکم شي

د عصـر لـه صدمو څخه برباد نه شـي کېدلای

وحدت چې په ملت کې د عمل او فـکر نه وي

کامـل یې په هیڅ قسم اقتصاد نـه شي کېـدلای

ملت او حکومت چې په دولت کې سره یو کا

نور څه بی له تاریخ ورته بنیاد نه شي کېدلای

په رنگ د ملیت کې خپل پردي سره یورنگ شي

تفریق یې بیا د رنگ او د نژاد نه شي کېدلای

تـاریخ او ثقافت او روایات بیــخ د وحـدت دي

دا کار په چال او زوراو په تضاد نه شي کېدلای

یو قام چې لاس و بل ته د ډوډۍ دپاره نیسـي

همـدا ور لره بس ده چې ازاد نه شـي کېـدلای

بې علم او بې له فنه ددې عصر چاره نه شي

د بل په رنگ کې رنگ مونږ ته استاد نه شي کېدلای

د ځـان له پیژندو نه پس جهان پیژانده بــویه

په تش خالي تقلید کار د هېواد نه شي کېدلای

که څوک د زړه په مینه طلبگار د حقیقت وي

رښتیا چې له دې زیات ملي ارشاد نه شي کیدلای

هیڅ لویه بد بختي به له دې زیاته بله نه وي

په طرحـه د خـادم کـه اعتمـاد نه شي کېـدلای

مولانا قیام الدین خادم ١٣٥٢ کال د میزان میاشت

وېشنيزه:قيام الدين خادم وېشنيزه:شعرونه ه وېشنيزه:بلکا

Advertisement