FANDOM


نه خپل نوم او نۀ خپل شان زمونږ هدف دى
نۀ دا ګران افغانستان زمونږ هدف دى

د تمام انسانيت غم راسره مل دى
هسې نه چې څو کسان زمونږ هدف دى

مونږه تل په عقيده له سره تېر يو
په هر وختې کافران زمونږ هدف دى

ملگرتيا د مظلومانو زمونږ کار دى
هر حالت کې ظالمان زمونږ هدف دى

د تعصب او قوميت خبره نه ده
مرګ د هر يوۀ شېطان زمونږ هدف دى

هر قانون محکومول په مخ د زمکې
حاکميت د سپين قرآن زمونږ هدف دى

تر يو وخته تر يو حده محدود، نه يو
تر قيامته ټول جهان زمونږ هدف دى

اول خاص د رب، رضا غواړو، ( مفتونه )
بيا جنت، حورې، غلمان، زمونږ هدف دى

د سپين غر لمنې ١٣٨٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki