FANDOM


هر څه نه به تېر شم خو ايمان نه تېرېدی نشم
زه لکه ايمان پښتونستان نه تېرېدی نه شم

عزم مې دی کړی چې وطن به مې ازاد کړمه
يا به دغه ﻻره کې هستي خپله برباد کړمه
دا زما پيمان دی خپل پيمان به څنګه مات کړمه
زه خو دخپل عزم او پيمان نه تېرېدی نشم

دا د حق اواز چې مې له خولې ځنې وتلی دی
کوټ په کوټ نړۍ کې انسانانو اورېدلی دی
اوس مې د وطن لپاره سر ﻻس کې نيولی دی
هيڅکله وصيت د خوشال خان نه تېرېدی نشم

کاڼو دوطن نه زما، ځار د غير لعلون شه
دې شاړو ميرو نه زماځار د بل باغونه شه
څپرو کنډوالو نه زما جار پردي قصرونه شه
زه خو دپښون دنوم نښان نه تېرېدی نشم

سر که زما سر وي خو د قام نه به خيرات شي
ټيټ به چاته نشي که په سل ځايه کې مات شي
زړه که خير د قام نه غواړي هغه زړه دې مات شي
زه (ملنګ جان) خپل دغه بيان نه تېرېدی نشم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki