FANDOM


هر چې نه وي خواروزار
په طلب د خپل دِلدار

تر پړوني صدقه شه
د هغه عاشق دستار

هزار حېف دی هزار حېف
هزار څه لا صد هزار

چې عاشق په عاشقۍ کې
نه حلال وي نه مُردار

نه پتنګ د خپل چراغ وي
نه بُلبُل د خپل ګُلزار

نه مجنون غوندې رسوا وي
نه منصور غوندې په دار

دواړه نه کېږي رحمانه
يا به يار شي يا بېزار

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki