Fandom

شعرونه

هغه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

پرون راته په زار زار،په سرو سترګو ژړېده
شايد چه د يورپ عيش او عشرت يې يادېده
پاريس او د نيو يارک ښکلو بنګلو پسې دلګير و
زمونږ د خاورو،ګټو ديوالو کې شرمــــــــــــــــــــــېده
مکروب او دپاکۍ قصې يې ډېرې وې زده کړې
مور او پلار زړو زړو جامــــــــــــو نه وېرېـــــــــــده
لغړو يورپيو يې زړه هلته و ستون کړی
زړه نه و،نو زمونږ ښکلی يې کله خوښېده
لاسونه او پښې يې بې اختياره اچــــــــــــول
شايد په تصور به په کوم ډانس کې لوبېده
د سرو ويښتو په دام کې مينې هسی و نغښتلی
د تور وربل لېدو نه يې زړه نور هم تورېده
شنو سترګو ادايې زړه شين کړی و له ښـــــــــــکلو
خو----ښکلی د يورپ يې په زړه تل تل ګرځېده
په خوله خو يې ويل چه د قام غم دی،او زهيری
شايد چې د کوم ميسيز په ارمان کې کــــــــــړېده
مونږ ويل څه به راوړی دې غريب وطن د پاره
هغه څه ورسره وو،دلته نه په کاريــــــــــــــــــــــده
ناپوهه ملايانو وڅو ځله تکفيـــــــــــر کړی
د خپل وطن په دود او په رواج نه پوهېده
ما ويل ورته زلميه:دلته ناز په وچ سکړک شی
د پيل غوږ ويــــــده و،دچا کله اورېــــــــــــــــــــــده

Also on Fandom

Random Wiki