Fandom

شعرونه

هغه ځوی چې ميين وي څه به خوب کا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

هغه ځوی چې ميئن وي څه به خوب کا

چې فرهاد غوندې کوه کن وي څه به خوب کا

هر نفس د سړي تله دي له جهانه

چې ئې هر نفس رفتن وي څه به خوب کا

چې سبا له خپله ياره جُدا کېږي

که د سلو شپو کړمن وي څه به خوب کا

عاشقي ده خدائ له اوره پېدا کړې

چې په اور کې ئې وطن وي څه به خوب کا

د اوبو تږئ هم خوب کولئ نه شي

هر چې تږئ د ديدن وي څه به خوب کا

د رقيب له جوره خوب د عاشق نه شي

د هغو چې يار دُشمن وي څه به خوب کا

خوب خندا له بې غمۍ کېږي رحمانه

څوک چې ستا په څېر غمجن وي څه به خوب کا

ورځ چې بده شي عاقل او دانا څه کا

چې قضا شي ورد ؤ څار حکماء څه کا

مور و پلار خو نېک فرزند له خدايه غواړي

چې بدبخت شي ادې څه کا ابا څه کا

يار له ياره په لوئ لاس کله بېلېږي

چې لاس نه رسي يار څه کا اشنا څه کا

په ښېرؤ په دُعا څه شي کړولئ خدائ دی

چې خدائ نه کا ښېرې څه کا دُعا څه کا

بخت په زور او په زر نه دی چا خپل کړئ

په دا کار کې ناتوان څه کا توانا څه کا

ای رحمانه پتنګ عُذر شه چې وسو

نور د شمعې خندا څه کا ژړا څه کا

Also on Fandom

Random Wiki